دمعلول سره جنګ روان دئ
معلم عبدالقیوم معلم عبدالقیوم

بــــــــــــسم الله الرحمـــن الرحـــیم

علت خوندي او په آمان دئ

 دمعلول سره جنګ روان دئ 

زموږ په هیواد افغانستان کي دیوه معین علت زیږنده  زیات معلونونه دي چي دټولني دافرادوپه مغزوکي یې ریښې ښخي دي. پرافغانستان باندي واکدارومو دخپلو حکمرانیودچلولو پروخت دولس دبدبختیواساسي  دښمن پرځاي پرې ایښې ؤ دهغه دمنځه وړلودپاره یې په مسؤلیت اوزړه سوي قدمونه  نه دي اوچت کړي .

 

دهغه ثابت اوتل پرځای پاته علت څخه د بې حسابه رازیږنده معلولونو  له جملې څخه یومنفي اثر دا دی چي تردې دمه زموږ دهیواد لویه برخه د منورینو لاخپل اساسي دښمن نه دی تشخیص کړۍ یا دښمن  اودوست نسي سربیلولای.

 

 دشرائطو اوحالاتو څخه دنه سم درک له بابته دخپلووړو،لنډمهاله ،شخصي غوښتنو،ژبني ،قومي تما یلأ تواوغرضونو دپوره کولو په غرض لړزاند دریځونه خپلوي. ،بیله خپل ځانه  اوخپل ټبره پربل چا یې باور دلاسه ورکړئ وي، بل څوک یې نه خوښیږي.

 

په سرناخلاصي کي ددښمن پر ژرنده اوبه ورزیاتوي ، په خپل ناقیص فکرځا ن ترټولو پوهه،مستحق اوواجب ال احترام ګڼي. دولسونو په سترګو کي خاوري وراچوي،بې خبره له دې چي ځان تیرباسي .

دنوروسره د یوځایوالئ،دوستي اومحبت ته په خپلو زړونوکي ځای ورکول په رښتیا سره دخپل راتلونکي ژوند دنیکمرغه کولوساده اوآسانه لاره ده.

 

په اوسنۍ پرمختللي نړۍ کي  سر لوړي ،میړني ،غیرتمند ،عزتمند باتوراوقهرمان  ولسونه  هغه دي چي پرخپل بازو متکي،د اوږده ژوند خاوندان اوپوهه لري اویوله بله سره و زغملای سي. هغوی دي چي په ګډه یې  دخپلو هیوادونو د هراړخیزه پرمختګ دپاره کارکړیدئ.

 

 په افغانستان کي میشت وګړي تر ۹۰٪ ده څخه زیات دابتدائې پوهي اوسواد له نعمته څخه بې برخي دي،دخلګو اوسط عمرونه لا پنځوسوکلونوته نه دی جګ سوې، په  یویشتمه پیړۍ کي موږ افغانان سوالګراوفقیریو.پس یو سوالګرملت احتیاج ،محتاج اوبې علمه هیڅ کله هم آزاد،سرلوړي ،غیرتمند اوقهرمان نه وي.

 

دهغه اساسي علت پرضد نه مبارزه کول دمعلولونوسره زموږ جنګول   ددې سبب ګرځي چي همیشهترسختووینوتویولو، قربانیو،زحمتو ګاللو،تر جنګ جکړو ګټلو وروسته ډیرژر وهغو ته چي  نن موپه جنګ کي ماته ور کړې وي په دا سبا  بیرته دهغوی دروازو ته ولاړیو خیراو خیرات ځیني غواړو ،موږته شرم نوبیا څه دی؟

همدغه دځانونوسم نه پیژندل ددې سبب ګرځي چي افغانان تردا اوسه پوري  په نړۍ اونړیوال سیاست کي دهیڅ  چاسره  دیوه ښه ثابت قدمه دوست  اوملګری نسي پاته کیدای.

دپوهي کمزوتیا اوناسم تحلیلونه دي چي یوه ورځ دیوهسره دوست اوبله ورځ بیا دتیري ورځي  ددوست سرهدښمن یوو.

 

په تیروکي هم زموږدافغاني ټولني  منورینودا آرزونه لرل چي دخپل هیواد اوولس دښیګنوپه خلاف کړني ترسره کړي.په زیات خفګان ددوی د کمزورې پوهي ،نه سم درک اوځان خوښونه وه چي دښمنانوددوی ددغه نیمګړتیا څخه دځان په ګټه استفاده وکړل او دوی یې دخپل ولس دعقایدو،کلتور اوګټوپه خلاف استعما ل کړل .

 

نن چي لوبه دسره شروع کیږي نور نو بسته هر هوښیار افغانان باید  نسبت پخوانیو ته خپله هوښیاري پکارواچوي دوطن اواولس ګټي په زړسوي په پام کي ونسي. دغه دی هغه وخت راورسیدئ چي افغانانو به ویل:" دپاڼ اوپړانګ تر منځ  ولاړیو" نن ورځ حامد کرزي افغانان په دغسي وضعه کي راګیرکړي دي.

 

پس افغانانوته دا دوې لاري دي دپاکستان اوایران غلامي ښه ده که دامریکا؟ "چاربایدزیست وناچاربایدزیست". هرزمامدارچي  یوه لاره پریږدي باید بله لنډ ه اوګټورلاره خلګوته وښي ،چي  اوسنی واکدار داکارنه دئ کړئ. ماخو تاسي ته خپل نظرپورته لیکلۍ دئ.

 

  بې علمه یې ساتلي وو،بې اتفاقه یې ساتلو ،وږي یې ساتلي یوو .

 که ددې وضعي په راتلوکي تیروحکومتونو نقش لاره مګرزیات  اوسنې  په فاسدکي لمړی درجه اداره مسؤلیت لري ، خوهوښیار، منور سیاسیون  هم باید مسؤلیت ومني . چي دوی هم خپل دئین نه دی اداکړۍ،ځکه نه دي متحد اونه دي همږغي سوي.

 

تردا اوسه پوري منورافغانان دسیاسي اوحیاتي مسائلو سره سطحي تماس نیسي وعمق ته دپرابلم نه ورلویږي .مثلاً:څنګه کیدای سي چي دیوې یوولس کلني په فساد دککړي ادارې مشر دمافیا همکار دالقاعده پرورنده د قومي اوژبني تعصبونه ،وژني، ترورونه،قاچاق،غصب،رشوت اوجنسي تیري اوبدلمنیو مورینه دخپل واک په ورستی سلګۍ کي په یوه چپ ګرانه اومأجرا جویانه موضیعګیرۍ نیولوسره دي هغه دټولوګناهونوپاک وبلل سي؟.

   زړسوادو منوروافغانانو که معقول تصمیم ونه نیول سي دزیاتو بدبختیو انتظار باید وباسوو.

په هرصورت  دآزاد ،غوړیدلي ،پرمختللي اوښه  ژوند دپلاس راوړلودپاره تلاښونه ستړیا نه قبلوي. دنجات اوخلاصون لاره د ټولوافغانانو اوپه خاصه دسیاسیونو په یوځای والي پوري اړه لري ،یووالي ته کار دسیاسیونو اومنورینوګډ تلاښ غواړي. راځۍ په یوه جبهه د "سولي ملي جبهه"کي سره راټول سوو.

 په درنښت 






December 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات